https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
څنګه موږ د خپل کمپيوټر او ډېټا ساتنه وکړو؟
تړونى کاپي کاپي شو
2024-09-04
ياونه: دا ليکنه په راتلونکي کې بدلېدلى شي او نوي مالومات پکې ډېرېدى شي.

د پټنومونو ساتنه
- ټول پټنومونه بايد کوډاوبدلي يا انکرپټ وي
- يو پټنوم مدير(منيجر) پروګرام بايد وکارول شي چې هغه پټنومونه کوډاوبدلي يا انکرپټ وساتي
- يو پټنوم دوه ځلې بايد ونه کارول شي
- چې څومره لوی پټنوم وي هومره ښه ده
- مهمه نه ده چې هر پټنوم مو په ياد ساتلى وي. د پټنوم مدير ماسټر پټنوم دې په ياد وي، بسنه کوي.
- keepass ډېر يو نامتو پرانيستى کوډ پروګرام دى چې پټونومونه ساتي او اداره کوي يې.

د ډېټا او مالوماتو ساتنه
- کاپي يا بېکپ بايد پرخپل وخت واخيستل شي او په ډېرو ځايونو کې وساتل شي
- کاي هم بايد کوډاوبدلي وي، ددې لپاره که ستاسو کاپي ته څوک ترلاسى پيدا کړي نو وبه نشي کړى چې ستاسو مالومات ترلاسه کړي.
- restic يو پرانيستيکوډ پروګرام دى چې کاپي اخلي انکرپټ او کامپرس کوي يې.

پليکه حسابونو ساتنه
- هر حساب بايد خپل پټنوم ولري.‌ دا د دې لپاره که ستاسو يو حساب هک شي نو نور حسابونه به خوندي وي.
- غبرګپېژندکرتوب بايد فعال وي. که يو څوک ستاسو پټنوم پيدا کړي او هغه هڅه وکړي چې ستا پر حساب دننه شي نو هغه د پټنوم پرته بل څه هم کره کړي لکه برېښناليک يا ټليفون.

دا ويبځاى په محاسب کې جوړ شوى
English