https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پروګرامګري زدکړه
ويب ټکنالوژيانې
په ويب کې درې پنسټيزې ټکنالوژيانې کاريږي.
دا دي: اچ ټي ام ال، سي اس اس، او جاواسکرپټ.

اچ ټي ام ال يوه ژبه ده چې هغه دا څرګندوي چې په يوه ويب پاڼه کې کوم توکي دي او چرته دي.
سي اس اس بيا دا توکو ته چې اچ ټي ام ال ښودلي رنګارنګ شکلونه ورکوي. لکه د متن رنګ يا کچه. دا ډول شکليز تغيرونه په سي اس اس کې ترسره کيږي.
جاواسکرپټ يوه پروګرام ليکلو ژبه ده چې هغه په هغه موږ کولاى شو په ويب توکو باندې رقم رقم کړنې ترسره کړو. لکه چې کله يوه تڼۍ ووهل شي او بيا يو څه وشي. دا ډول کار بيا جاواسکرپټ کولى شي.

اچ ټي ام ال د پروګرام ليکلو ژبه نده ځکه چې په هغه کې دا ډول کارونه نه کېږي.
دا ويبځاى په محاسب کې جوړ شوى
English