https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پروګرامګري زدکړه
پروګرامګري کې "اوښتونکى" څه ته وايي؟
اوښتونکى د کمپيوټر په يادښت(ميموري) کې يو ځاى دى چې نوم ورکړل شوى وي. اوښتونکى خپل ارزښت لري. دا ارزښت هر رقم ډېټا کېداى شي. لکه شمېر، متن، نېټه، او نور. لاندې بېلګې کې د متن اوښتونکى څرګند شوى او بيا يې ارزښت بدل شوى.

داسې فکر وکړئ چې اوښتونکى يو ډبى دى. دا ډبى نوم لري چې "کاغزونه" دى. د دې مطلب دا چې دا ډبى کولى شي چې لږ يا ډېر کاغزونه وساتي. نو په دې انداز دا ډبى اوښتونکى شو ځکه چې پدې ډبي کې کاغزونه ډېرېدلى او کمېدلى شي.

همدارنګه "د ونې اوچتوالى" يو اوښتونکى دى. ځکه چې دا بدلېږي. هر هغه شى چې بدلېږي هغه اوښتونکى کېدى شي.

"د پيداوار بيه" بله بېلګه ده. ځکه چې دا له وخت سره بدلېږي.

د ونې اوچتوالى او د پيداوار بيه دواړه ډبي دي او په دې ډبيو کې چې څومره پاڼې وي هغه يې اوچتوالى او بيه معلوموي.
دا ويبځاى په محاسب کې جوړ شوى
English