پروګرامګري زدکړه
د کمپيټر تعريف
کمپيوټر هغه برېښنايي ماشين دى چې پروګرام منونکى وي او منطقي او رياضي اجراات تر سره کړي.
په پروګرامګري کې چارګۍ څه ته وايي؟
تړاو کاپي کاپي شو

چارګۍ د کوډ ټولګه ده چې په پروګرام کې يوه کړنه ترسره کوي. چارګۍ نوم او ارزښتونه لري.

print("سلام")

پورتني کوډ کې print يوه چارګۍ ده او سلام يې ارزښت دی. دا چارګۍ به سلام په پردې وښيي.

د چارګۍ دا ګټه ده چې يو ډول کوډ هر ځای و نه ليکل شي. دا به کوډ کم کړي او هم به يې پاک وساتي. پاک کوډ کې کار زر ترسره کېږي او د تېروتنو چانس هم کمېږي.