https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Learn Programming in Pashto
د پروګرام ليکلو ژبو ډولونه
پروګرام ليکلو ژبې په دوه ډولونو وېشل شوي.

1. کمپايل شوې (compiled)
2. انټرپرټ شوې (interpreted)

کمپايل شوې هغه ژبه ده چې د پروګرام چلولو نه مخکې بايد کمپايل شي. هره کمپايل شوې ژبې خپل کمپايلر يا کمپايل کولو پروګرام لري. کمپايلر داسې کوي چې ستا "ټول" کوډ، چې په هر څومره لاسوندونو کې ليکلى دى، اخلي او بيا ګوري چې سم کوډ دې ليکلى او که نه. که ستا په کوډ کې څه ستونزې وې نو هغه درته وايي او که څه ستونزې نه وې نو کمپايلر تا ته بېرته يو چلېدونکى پروګرام يا اکزکيوټېبل (executable) درکوي. يو څو کمپايل شوې ژبې: C, C++, Java, C#, Go

انټرپرټ شوې ژبه بيا دا کار نه کوي. انټرپرټ ژبه خپل انټرپرټ کولو پروګرام يا انټرپرټر لري. انټرپرټر ستا ټول کوډ نه ګوري بلکې يوازې يو لاسوند درنه اخلي. کله چې لاسوند يې واخيست بيا يو يو کتار ګوري او پر همغه وخت يې چلوي. انټرپرټر تا ته بېرته چلېدونکى پروګرام نه درکوي. يو څو انټرپرټ شوې ژبې: Javascript, PHP, Python

کومه ښه ده؟
که غواړې چاته ته خپل پروګرام ورکړې نو که انټرپرټ شوې ژبه کې ليکل شوى وي نو ته به پوره کوډ ورکوې او که په کمپايل شوې ژبه کې ليکل شوې وي نو يوازې کمپايل شوى پروګرام، چې چلېدونکى دى، به ورکوې. دا ډول، ستا کوډ پټ ساتل کېږي.
انټرپرټ شوې ژبه پروګرام کې ستونزې ژر نه معلومېږي. ځکه چې ته بايد پروګرام وچلوې او بيا ستونزې وګورې. کمپايل شوې ژبه پراګرام تاته وختي ستا د کوډ ستونزي ښيي.
انټرپرټ شوې ژبه اسانه وي له کمپايل شوې ژبې نه. نو که ته پروګرام زدهکړه کوې نو لومړى انټرپرټ شوې ژبه زده کړه.
This website was created using Mahasib